گزارش

د افغانستان د ژورنالیستانو اتحادیي د رهبري هیت غړو د یونسکو له استازو سره ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې د افغانستان د ژورنالیستانو اتحادیي عمومي رییس حفیظ الله بارکزي ،د سوېل ختیځ زون مشر نورولي ثابت احمدزي، د شمال شرق زون مشر سید یاسین دهزاد، د تشکلاتو مرستیال فاروق سالنګي او اداري مرستیال مصطفی دوست ګډون کړی وو.
په یاده ناسته کې د افغان خبریالانو په ستونزو لاسته راوړنو او په ګواښونو بحث او معلومات شریک شول چې په پیل کې د ژورنالستانو اتحادیې عمومي رییس ښاغلي حفیظ الله بارکزي په هیواد کې د خبریالانو په شته ستونزو د یونسکو استازو ښاغلي قریشي او ښاغلي صافی صاحب ته هر اړخیز معلومات ورکړل او له دوی وغوښتل چې د خبریالانو لاس نیوی وکړي.
د دې تر څنګ د سوېل ختیځ زون ستونزې او د رسنیو په اړتیاوو ثابت احمدزي خپل معلومات د یونسکو له مسوولینو سره شریک کړل او له دوی څخه یې وغوښتل چې په یاد زون او په ټول هیواد کې د رسنیو ملاتړ وکړي او ورپسې د شمال شرق زون ستونزې هم د ښاغلي دهزاد صاحب له خوا شریکي شوې
په ناسته کې د یونسکو استازو د خپلو خبرو په ترڅ کې په ځینو ولایتونو کې د خپلو همکاريو تر څنګ په شته ستونزو او مرستو خپل معلومات وړاندې کړل او ددې ژمنه یې هم وکړه چې خپلو همکاریو ته به لا هم دوام ورکوي.
په پای کې دواړو لورو د افغان خبریالانو او رسنيو لاسنیوی مهم یاد کړ.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا